ولسمشر اردوغان په لویدیځو هیوادونو ډیره سخته نیوکه وکړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د سویډن لخوا پر ترکیې لګول شوي د وسلو پر بندیز سترګې پټولی نشي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د سویډن لخوا پر ترکیې لګول شوي د وسلو پر بندیز سترګې پټولی نشي.
ولسمشر اردوغان د ګولجوک د کښتۍ جوړولو په قومندانۍ کې جوړ شوو مراسمو کې وینا وکړه.
اردوغان ددې خبرې په ټينګار سره وویل چې د تركيې نوي ډوله تحت البحري کښتۍ د خپلو تخنيكي ځانګړتياوو له مخې ډیرې زیاتې اغیزمنې دي.
"له سږ کال څخه، موږ به تر ۲۰۲۷ پورې مونږ یوه یوه تحت البحري سمندري ځواکونو ته وسپارل شي چې پدې ډول د ۲۰۲۷ کاله پورې به جمعآ ۶ تحت البحري وسپارل شي.
اردوغان وویل چې ترکیې په خپل تاریخ کې هیڅکله د قیمت ادا کولو پرته فرصت نه دی ترلاسه کړی، دوی خورا سختې مبارزې کړې دي.
"په هغو ورځو کې چې موږ د داعش له راکټي بریدونو سره مبارزه کوله او زمونږ پر سرحدي ولایتونو بریدونه کیدل، دوې زمونږ په هیواد کې نصب کړي د هوایي دفاع سیسټم ونړو او خپلو هیوادونو ته يي ستون کړ. هغه وسلې چې دوی په پیسو موږ ته نه راکولې، د داعش پر وړاندې د مبارزې او جګړې په پلمه د لاریو په مرسته خونړیو ترهګرو سازمانونو (PKK) ته لیږدولې. دوې غوښتل چې ترکیه د ترهګرو په دهلیز کې محاصره کړي. د هغو هېوادونو له خيانتونو سره سره چې موږ يې ملګري پېژنو او د هغو هېوادونو له چالونو سره چې موږ يې متحدان ګڼو، د ترهګرۍ پر وړاندې بريالي شوي يو. ترکیې د خپلو دفاعي اړتیاوو د پوره کولو او د ترهګرۍ پر وړاندې په ۴۰ کلنه مبارزه کې د خپلو متحدینو څخه هغه ملاتړ ترلاسه نه کړ چې تمه یې کیده.
ولسمشر اردوغان په ناټو کې د غړیتوب لپاره د سویډن غوښتنې ته په اشارې سره وویل،
"موږ نشو کولی د سویډن لخوا پر موږ لګول شوی د وسلو بندیز هیر کړو او سترګې پرې پټې کړو او د دې لپاره هیڅ معقول وضاحت شتون نلري. په داسې حال کې چې موږ په ناټو کې کوم رول لوبوو روښانه دی، موږ لا هم له خپلو متحدینو سره د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې کوو. زموږ هیلې باید پر ځای شي، کوټلي ګامونه باید اوچت شي."