ولسمشر اردوغان نن متحده عربي اماراتو ته سفر کوي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو د مخکیني ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د مړینې له امله د خواخوږۍ په خاطر نن ابو ظبي ته سفر کوي.
1827943
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د متحده عربي اماراتو د مخکیني ولسمشر شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د مړینې له امله د خواخوږۍ په خاطر نن ابو ظبي ته سفر کوي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د شیخ خلیفه بن زاید ال نهیان د وفات له امله د خواخوږۍ او تسلیت وړاندې کولو په خاطر ابو ظبي ته سفر وکړي.
ولسمشر اردوغان به د متحده عربي اماراتو د نوي ولسمشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان سره دوه په دوه لیدنه وکړي.
پدې لیدنه کې به په دوه اړخیزو اړیکو او مهم مسئلو هم خبرې وکړي.