د ترکیې ملي راډیو تلویزیون په فرانسوي ژبه دجیټل نشرات پیل کړل
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د ترکیې د راډیو او ټلویزیون (TRT) لخوا په فرانسوي ژبه د ډیجیټل چینل د پرانیستلو په اړه،
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د ترکیې د راډیو او ټلویزیون (TRT) لخوا په فرانسوي ژبه د ډیجیټل چینل د پرانیستلو په اړه وویل ،
"نن ورځ، موږ په نړیوال ډګر کې د یو څو رسنیو شرکتونو له تسلط سره مخ یو. د TRT نوښت د دې نړیوال تسلط په وړاندې یو اعتراض، د وتلو او د بدیل د رامنځته کولو یوه هڅه ده او لاره ده ."
التون پلازمینه انقره کې د "TRT فرانسوي ډیجیټل چینل د معرفي پروګرام" کې په خپله وینا کې وویل چې " ډیر خوښ یم چې د دې مهمې شیبې شاهدي کوم."
هغه د دې خبرې په بیانولو سره چې وویل چې TRT یو برانډ دی چې نن ورځ په ۷ براعظمونو کې د خپل متنوع راډیو او تلویزیوني خپرونو ، ډیجیټل پلیټ فارمونو ، برانډ تولیداتو او نړیوالو پیښو سره اغیزه لري . التون وویل چې TRT عربي چې په ۲۰۱۰ کې تاسیس شوی ، او TRT ورلډ چې په ۲۰۵ کې تاسیس شوی دی د ترکیې سیمه ایز ځواک دی . دا یو ډیر مهم فرصت برابروي چې د سیمې او نړۍ کې د یو نړیوال لوبغاړي په توګه د سیالۍ په لاره کې مقابله وکړي.
د یادولو سره چې TRT روسي او آلماني، ددینه مخکې د دجیټل پلیټ فارمونو له لارې په نشراتو پیل کړی وو چې نن TRT فرانسوي، خپرونې پیل کړې.
د دې په یادولو سره چې TRT په ۴۱ ژبو او لهجو کې خپرونې کوي، التون وویل چې TRT هڅه کوي د هغو کسانو چې غږونه يي نه اوریدل کیږي، د نړۍ غوږونو ته ورسوي. هغه څه وښيي چې نه ښودل کیږي، او د دې نړیوالې خپرونې په لیکه کې پټ حقیقتونه ښکاره کړي.
"نن ورځ موږ په نړيوال ډګر کې د يو شمېر رسنيو له تسلط سره مخ يو، له دې تسلط سره سره هم دغه رسنيز شرکتونه د حق د غږ او د حق د هیندارې په توګه دنده نه ترسره کوي. دوی د استثمار نړیوال نظم، د جبر نړیوال نظم منعکس کولو ته دوام ورکوي او د دې نظم د ګټو سره سم نشراتو ته دوام ورکوي.د نن ورځ د TRT نوښت د دې نړیوال تسلط په وړاندې یو اعتراض، د وتلو او د بدیل د رامنځته کولو هڅه او تر ټولو ښه لار ده. »
د TRT عمومي رئیس محمد زاهد سوبچي دې پروګرام ته په خپله وینا کې وویل ،
"زموږ د TRT فرانسوي ډیجیټل خبري چینل به د فرانسوي ژبې میډیا نړۍ کې لویه تشه ډکه کړي. په بل عبارت ، دا به د ډیری مسلو په اړه د نړیوال ژورنالیزم پوهاوي ته نوې ساه ورکړي لکه په مینځپانګه کې د پیرامیټر بډاینه ، نوي لید ، او تنوع د موضوعاتو او د خبرونو د لومړیتوب په ترتیب کې بدلونونه راولي."