د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې یو لا لیبرال او ډیموکراتیک اساسي قانون به جوړ کړي.
ولسمشر اردوغان : تر ننه پورې مو د قضايي سیستم د لا پیاوړتیا لپاره کار کړی او انشاالله چې نوی اساسي قانون به هم مونږ جوړ کړو
1824799

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې یو لا لیبرال او ډیموکراتیک اساسي قانون به جوړ کړي.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې په پلازمینه انقره کې د عالي محکمې د ۱۵۴مې کلیزې په مناسبت په جوړولو شوو مراسمو کې په وینا کې وکړې. هغه زیاته کړه چې ،
"موږ خپل ملت له اوسني اساسي قانون څخه په بشپړه توګه د ژغورولو لپاره کار کوو. یو لا لیبرال او دیموکراتیک اساسي قانون به مونږ جوړ کړو."
"موږ په خپل هیواد کې نږدې ټول قوانین په داسې ډول نوي کړي چې د ډیموکراسۍ او ازادۍ ډګر پکې لا پراخه وي. زه هیله من یم چې زمونږ دا نوښتونه او هلې ځلې قضايي سیستم لا پسې پياوړی او پرمختللی کړي. "