ولسمشر اردوغان د اتریش د لومړي وزیر کارل میهامر سره ټیلفوني خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان : د روسیې او اوکراین ترمنځه روانې جګړې ته د سوله ایزو لارو څخه د حل د موندولو پورې به هلو ځلو ته دوام ورکړو
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتریش له لومړي وزیر کارل نیهامر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټیلیفوني خبرو کې پر سیمه ییزو مسایلو په ځانګړې توګه د اوکراین او روسیې د جګړې او د ترکیې او اتریش پر اړیکو خبرې وشوې. ولسمشر اردوغان په دې ټیلیفوني خبرو کې وویل چې د اوکراین په جګړه کې د بشردوستانه تراژیدۍ د پای ته رسولو او اوربند ته د رسیدو لپاره باید له هر فرصت څخه کار واخیستل شي او د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره باید د استانبول پروسې ملاتړ وشي.
ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د سوله ایزې حل په خاطر به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. همداشان ولسمشر اردوغان د اتریش د لومړي وزیر نیهامر نه د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې د پایته رسولو په اړه د ترکیې د رول د د ستایلو او د استانبول د بهیر نه د خپل ملاتړ د څرګندولو په خاطر مننه وکړه.
له بلې خوا د اتریش لومړي وزیر نیهامر خپل ټویټر پاڼې له لارې له ولسمشر اردوغان سره د ټیلیفوني خبرو په اړه څرګندونې کړې دي.
د اتریش لومړي وزیر پدې څرګندونو کې ویلي دي چې ولسمشر اردوغان ته مسکو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل. هغه وویل چې
"موږ موافق یو چې د استانبول پروسه په اوکراین کې د سولې لپاره تر ټولو ښه چانس دی.".
نیهامر همداراز ټینګار وکړ چې اتریش به تل د خپلې فعالې بې طرفۍ له پالیسۍ سره د سولې په برخه کې مرسته وکړي.
لومړي وزیر نیهامر د اپریل په نهمه د اوکراین پلازمینې کییف ته د خپل سفر په چوکاټ کې بیلابیل تماسونه ونیول او په ځانګړې توګه په بوچا نه يي د لیدنې فرصت پيدا کړ.
نیهامر کیف ته له خپل سفر وروسته، د اپریل په ۱۱ مسکو ته لاړ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې ولیدل . هغه د پوتین سره د لیدنې نه وروسته وویل چې یوه ډیره ستونزمنده لیدنه وه.