ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتریش د لومړي وزیر کارل نههمر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې ولسمشر د اتریش د لومړي‌ وزیر سره اوکراین او روسیې ته د سفر نه مخکې ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

1810230
ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتریش د لومړي وزیر کارل نههمر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

ولسمشر رجب طیب اردوغان د اتریش د لومړي وزیر کارل نههمر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو د  دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اردوغان د اتریش د لومړي‌ وزیر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې. په دې خبرو کې د ترکیې او اتریش ترمنځ د اړیکو د ښه کولو پر ګامونو او د روسیې او اوکراین د جګړې په ګډون د سیمې پرمهم مسایلو خبرې وشوې.

 

ولسمشر اردوغان پدې وروستیو کې د ترکیې او اتریش ترمنځ  په  لوړه کچه د تماسونو د ډیریدو  په اړه د خوښۍ  په څرګندولو سره  وویل چې  په اتریش کې  میشتو ترکي  ټولنو  چې  د دواړو هیوادونو ترمنځ  ژورې  انساني  اړیکي  جوړې کړي‌ دي‌  د هوساینې او سوکالۍ په لاره کې  اوچتیدونکو هر مهم ګام او حساسیت  ښودل زمونږ ترمنځه د اړیکو په لا ودې او پیاوړي‌ کولو مخامخ اغیزې کوي.

 

ولسمشر اردوغان وویل چې دوی د روسیې او اوکراین ترمنځ چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې په جګړه کې ښکیل دي، د سولې د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

ولسمشر اردوغان وویل ددې په هیله چې  د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه  د اړیکو میکانیزمونه بیا فعال شي ،  ترکي اتباعو لپاره د ویزې د معافیت په برخه کې  کوټلي‌ ګامونه اوچت شي او  د غړیتوب په مذاکراتو کې  نوي فصلونه پرانستل شي  او

د ګمرکونو په یووالي‌  پرته له ځنډه بیا کتنه وشي .

 ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې د خزر او ختیځې مدیترانې انرژي  د ترکیې له لارې اروپا ته انتقال ځانګړی اهمیت لري.

 اردوغان وویل چې دوی کولی شي په دې برخه کې له اتریش سره چې د اروپا د طبیعي ګازو د ویش مهم مرکز دی، خپلې همکارۍ زیاتې کړي..



اړوند خبرونه