د ترکیې او روسیې ولسمشرانو په ټیلیفوني خبرو کې ډیره مهمه پریکړه وکړه
د روسیې او اوکراین ترمنځه د مذاکراتو نوی ادرس وټاکل شو. د روسیې او اوکراین ترمنځه مخامخ مذاکرات د ترکېې په استانبول ښار کې پیلیږي.

د روسیې او اوکراین ترمنځه د مذاکراتو نوی ادرس وټاکل شو. د روسیې او اوکراین ترمنځه مخامخ مذاکرات د ترکېې په استانبول ښار کې پیلیږي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې د روسیې او اوکراین ترمنځه د روانې جګړې پر وروستي وضعیت او د مذاکراتو په بهیر خبرې وکړې. دواړو مشرانو د روسیې او اوکراین د مرکچي ډلو ترمنځه مذاکرات په استانبول ښار کې د ترسره کیدو په اړه سره په تفاهم ورسیدل.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني کې یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځه اوربند او هر څه ژر د سولې تاسیس په سیمه کې د انساني وضعیت د ښه کولو په خاطر یوه لازمي خبره ده . ترکیه پدې اړه هر ډول مرستې او ملاتړ ته چمتو دی او مرستې ته دوام ورکوي.
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د اوکراین او روسیې د مرکچي ډلو ترمنځه مخامخ مذاکرات په استانبول کې د ترسره کیدو په اړه سره په تفاهم ورسیدل.
د ویلو ده چې دا مذاکرات به د مارچ په ۲۸ مه نیټه پيل او درې ورځې به دوام وکړي.
د روسیې سره د اوکراین د مذاکره کوونکي ډلې غړی د اوکراین د پارلمان غړي داوید اراخامیا د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې نن مو د روسیې د مذاکره کوونکي هیئت سره د ویدیوکنفرانس له لارې خبرې وکړې. خو سبا مخامخ مذاکرات پیلیږي. مخامخ مذاکرات د ترکیې د استانبول په ښار کې ترسره کیږي. مذاکرات به د مارچ په ۲۸ مه نيټه پيل شي.
همداشان د اوکراین سره د روسیې د مرکچي ډلې غړی او روسیې د دولت رئيس مرستیال ولادیمیر میدنسکي هم ویلي دي چې نن مو د اوکراین د پلو سره د ویدیوکنفرانس له لارې مذاکرات وکړل چې سبا یعنې د مارچ په ۲۸ مه نیټه به د روسیې سره په ترکیه کې مخامخ مذاکرات پيل کړو. هغه ویلي دي چې مذاکرات به د مارچ په ۲۸ مه نیټه او درې ورځې به دوام وکړي.
اړوند خبرونه

د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د تورکیې د ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.