د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا ولسمشر جو بایدن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د بایدن سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا ولسمشر جو بایدن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکېې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د څرګندونو له مخې ولسمشر اردوغان نن پنجشنبه د ماښام په ساعتونو کې د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د دواړو مشرانو ټیلیفوني خبرو ۴۵ دقیقې دوام وکړ.
دواړو مشرانو د روسیې لخوا پر اوکراین د برید په ګډون په سیمه ایزو پرمختګونو او د ترکیې او امریکا پر اړیکو خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د روان بحران د سیاسي حل لپاره به هلو ځو ته دوام ورکړي.
ددې بحران د لا ژوریدو د مخنیوي په خاطر ترکیه په یو داسې موقف کې قرار لري چې د دواړو خواوو سره خبرې کولی شي او د بحران د حل په خاطر اسانتیاو د رامنځته کولو سره مرسته کوي.
ترکیې رامنځته کړي د اعتماد فضا په نتیجه کې د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزیرانو نن په انتالیا ولایت کې مخامخ لیدنه ددې خبرې ښکاره مثال دی او اهمیت ښکارندويي کوي.
همداشان د انتالیا غونډې جوړیدو پخپله د ډیپلوماسۍ یو ستر ظفر دی.
همداشان ولسمشر اردوغان د امریکا ولسمشر جو بایدن ته وویل چې ترکیې د امریکا نه د ۴۰ اف ۱۶ جنګي الوتکو د پیریدو او د ترکیې د موجودو اف ۱۶ د مدرنیزه کولو په خاطر امریکا ته وړاندیز وړاندې کړی ، ددې په هیله چې دا مسئله هر څه ژر نهایت ته ورسیږي او نتیجه يي اعلان شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د امریکا لخوا د ترکیې د دفاعي صنایع په سکتور د لګول شوو ناحقه بندیزونو د لرې کولو وار د مخه رارسیدلی دی . ددې په هیله چې پدې اړه هم لازم ګامونه اوچت شي.