ترکیې افغانستان په مرستو بار د ښېګڼې دریم  ریل ګاډی ولیږه.

ترکیې افغانستان ته ۹۹۴ ټنه نورې بشردوستانه مرستې ولیږلې

1785318
ترکیې افغانستان په مرستو بار د ښېګڼې دریم  ریل ګاډی ولیږه.

ترکیې افغانستان په مرستو بار د ښېګڼې دریم  ریل ګاډی ولیږه.

د ویلو ده چې د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو د ریاست او ۱۹ ملکي‌ ټولنو په هماهنګۍ  راټولې شوې مرستې د ښېګڼې په دریم ریل ګاډي‌ کې د پلازمینې انقرې نه افغانستان ته واستول شوې.

دا دریم ریل ګاډی چې په ۹۹۴ ټنه بشري‌ مرستو لکه خوراکي‌‌ توکو، جامو، کمپلو، درمل او نظافت توکو‌ بار دی‌ په افغانستان کې به ‌په اړینو خلکو وویشل شي.

د ترکیې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال د نوموړي‌ ریل ګاډي‌ د  لیږولو په موخه په جوړو شوو ځانګړو مراسمو کې په خپله وینا کې وویل ، ترکیه د نړۍ په هر ګوډ کې د مظلومینو سره خپله د خولې ډوډۍ ویشي. همداشان  د څلورم ریل ګاډي‌ لپاره هم ټول اماده ګۍ سرته رسول شوي‌ دي.

د ترکیې د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې رئیس یونس سیزر وویل چې ددینه مخکې په مرستو بار دوه ریل ګاډي‌ افغانستان ته رسیدلي دي او په اړینو خلکو يي د ویشلو لړۍ پيل شوې ده .

د ویلو ده چې ترکیې ددینه مخکې هم په مرستو بار دوه د ښېګڼې ریل ګاډي د ایران او ترکمنستان نه په تیریدو سره افغانستان ته ولیږل او دریم ریل ګاډی هم افغانستان ته ورسول شي.



اړوند خبرونه