ترکیه د افغانستان د خلکو سره مرستې ته دوام ورکوي.
ترکیې سرې میاشتې په کابل کې پر اړینو کورنیو مرستې وویشلې
ترکیه د افغانستان د خلکو سره مرستې ته دوام ورکوي.
د ترکیې د سرې میاشتې عمومي رئیس کریم کنیک او ورسره مل هئیت چې د رسمي سفر په ترڅ کې افغانستان ته سفر کړی دی په پلازمینه کابل کې په اړینو خلکو د مرستو د ویشلو په پروګرام کې برخه واخیسته. د ویلو ده چې پدې پروګرام کې په سلو کورنیو خوراکي توکي او په یتیمو ماشومانو ژمنیزې جامې وویشل شوې.
د ویلو ده چې ترکیې په خوراکي توکو او بشري مرستو بار د ښیګڼې په نامه ریل ګاډی افغانستان ته لیږلی دی چې تمه کیږي په نږدې ورځو کې افغانستان ته ورسیږي.
د ترکیې د سرې میاشتې رئیس کریم کنیک په کابل کې د ترکیې ملي راډیو تلویزیون خبریال سره په مرکه کې وویل " په راتلوونکې اونۍ کې به زمونږ د ښېګڼې په ریل ګاډي کې بار بشري مرستې افغانستان ته راورسیږي. پدې ریل ګاډي کې نږدې ۸۰۰ ټنه خوراکي توکي، بشري مرستې او درمل شتون لري.
دا مرستې چې د ترکیې د ۱۱ ملکي ټولنو او ناورین او بیړنیو حالاتو د ریاست په هماهنګۍ کې راټولې شوې وې د ترکیې د سرې میاشتې په ذریعه افغانستان ته راانتقال او په اړینو ویشل کیږي.
دا مرستې به د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې په اړینو وویشل شي. "
د ویلو ده چې د ترکیې د سرې میاشتې رئیس کریم کنیک افغانستان ته په درې ورځني سفر تللی دی. هغه د خپل دې سفر په ترڅ کې د افغانستان جګپوړو مقاماتو سره لیدنې کتنې کړي دي.