ولسمشر رجب طیب اردوغان: چې هیله لرم چې روسیه به پر اوکراین یرغل او پوځي برید ونکړي.
ولسمشر اردوغان : د روسیې لخوا پر اوکراین هر ډول پوځي اقدام او یرغل نه ددې هیواد په ګټه دی او نه هم زمونږ د سیمې په ګټه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې هیله لرم چې روسیه به پر اوکراین یرغل او پوځي برید ونکړي.
ولسمشر اردوغان تیره شپه د یو خصوصي تلویزیوني کانال سره په مرکه کې د هیواد، سیمې او نړۍ د تازه او مهمو پیښو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان د روسیې او اوکراین روان کړکیچ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " لکه څرنګه چې مونږ مخکې هم ویلي وو که چیرې د اوکراین او روسیې ولسمشران ښاغلی پوتین او زیلانسکي وغواړي د ترکیې په توګه مونږ دواړه مشران د یو میز تر شا کینول غواړو. غواړو چې ددوې ترمنځه یو ځل بیا د سولې د ټینګښت لار پرانیزو.
لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیې تل د اوکراین ارضي تمامیت ، مځکنۍ بشپړتیا او ملي خپلواکۍ نه تل ملاتړ کړی او ملاتړ کوي. پدې اړه زمونږ په دریځ او سیاست کې هیڅډول بدلون د بحث وړ هم ندی.
هیله لرم چې روسیه په اوکراین پوځي برید ونکړي او د دې هیواد د اشغال پر لورې ګام اوچت نکړي. ځکه چې دا ډول اقدام او ګام هم د روسیې او هم زمونږ د سیمې لپاره ښې پایلې نلري. دا یو عاقل ګام ندی. "
ولسمشر اردوغان په ختیځه مدیترانه کې ایسټ میډ د پروژې د ځنډیدو او امریکا لخوا ددې پروژې د ملاتړ نه په سر کیدو په اړه وویل چې " د هر څه نه مخکې باید ووایو په مدیترانه کې هر هغه پروژه چې ترکیې پر موجودیت پکې سترګې پټې شوي وي او ترکیه پکې داخیله نوي هغه په ناکامۍ او نابودۍ محکومه ده. د داسې یوې پروژې تطبیق ممکن ندی. "
ولسمشر اردوغان د اسرائیل سره د اړیکو د نورمالولو په اړه وویل " د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرتضوع کیدای شي چې د فبروري په اوایلو کې ترکیې ته راشي . ددې سفر سره کیدای شي چې د ترکیې او اسرائیل ترمنځه په اړیکو کې یو نوی باب پرانیستل شي."
ولسمشر اردوغان لنډه موده مخکې د ایران لخوا د تخینکي ستونزې له امله د لسو ورځو لپاره ترکیې ته د ګازو د جریان د پرې کولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل " دا ستونزه حل شوه . ایران ترکېې ته د ګازو جریان د پخوا په څیر عادي کړ. همداشان هغه ادعاګانې چې ګواکې ایران پر ترکېې د پور له امله ګازو جریان پرې کړی وو هیڅ حقیقت نلري. ترکیه د هیچا پوروړې نده. "
همداشان ولسمشر اردوغان په ترکیه کې اقتصادي تورم پر خلاف مبارزې په اړه وویل چې ، پدې برخه کې زمونږ مبارزه دوام لري. زمونږ یواځنی هدف په هیواد کې د تورم د کچې راټیټول دي. د بانکي سودونو د کچې راټیټول دي. انشاالله پدې برخه کې د پوره عزم او ارادې سره پرمختګ ته دوام ورکوو.
اړوند خبرونه
اردوغان : د ایران او اسرائیلو ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل نتنیاهو دی.
د ایران او اسرائیلو ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دی.