د ترکیې او صربستان ترمنځه  په ۴ جلا جلا برخو کې تړنونه لاسلیک شول.

د صربستان ولسمشر د رسمي‌ سفر په ترڅ‌ کې ترکیې ته راغلی دی

1764702
د ترکیې او صربستان ترمنځه  په ۴ جلا جلا برخو کې تړنونه لاسلیک شول.

د ترکیې او صربستان ترمنځه  په ۴ جلا جلا برخو کې تړنونه لاسلیک شول.

د صربستان ولسمشر الکساندر وچیچ  د رسمي‌ سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی.

ولسمشر اردوغان د میلمه ولسمشر نه د بیش تپه په ماڼۍ کې  د رسمي‌ مراسمو په ترڅ‌ کې هر کلی وکړ.

وروسته دواړو مشرانو دوه په دوه لیدنه وکړه. د لیدنې نه وروسته د ترکیې او صربستان ترمنځه په عالي‌ کچه د همکاریو د شورا غونډه جوړه شوه. د همکاریو د شورا د غونډې نه وروسته د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په حضور کې په ۴ جلا جلا برخو کې تړونونه لاسلیک شول.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د معلوماتو له مخې د ترکیې او صربستان ترمنځه د پوهنې په برخه کې د همکاریو تړون ، د ګرځندوی په برخه کې د همکارۍ تړون، په ګډه د سینمايي فلمونو جوړولو  تړون او د صربستان د کولتور او تاریخي مکانونو د حفاظت د انیستیتیوت او ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت د کولتوري‌ میراثونو او موزیمونو د ریاست ترمنځه د همکارۍ تړون لاسلیک شو.



اړوند خبرونه