د ترکیې او ایران ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
1745040
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
په بیان کې زیاته شوې ده چې دواړو مشرانو د ترکیې او ایران ترمنځه په اړیکو په هر اړخیزه توګه خبرې او تبادل د نظر وکړ.
دواړو مشرانو د متقابلو اړیکو د لا ودې او پیاوړتیا په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو هم خبرې وکړې.
همداشان مشرانو د سیمې پر مهمو مسئلو هم بحث وکړ.