په نیویارک کې د ترکېې کور ودانۍ د ولسمشر اردوغان لخوا پرانیستل شوه
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې د ملګروملتونو سازمان ودانۍ ته مخامخ د منهاټن په سیمه کې د ترکیې کور ودانۍ د ولسمشر اردوغان لخوا په رسمي توګه پرانیستل شوه.
د ویلو ده چې نیویارک تر ټولو په مهمه د منهاټن په سیمه کې د ترکیې کور د ودانۍ بڼسټ چې ۴ کاله مخکې ایښودل شوی وو تیره ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.
پدې مراسمو کې د ولسمشر اردوغان سربیره د شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار او یو زیات شمیر نورو کورنیو او بهرنیو لوړپوړو میلمنو ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان د ترکیې کور د ودانۍ د پرانیستو په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې " دا ستره ودانۍ به په نیویارک کې زمونږ د دایمي نماینده ګۍ او جنرال قونسلګرۍ کوربه توب وکړي. ترکیه د ملګروملتونو سازمان د بڼسټګرو غړیو نه د یو په توګه د نړۍوالې سولې او ثبات د ټینګښت سره ډیره زیاته مرسته کوي. د ملګروملتونو سازمان په چوکاټ کې مو په غاړه اخیستي نړۍوال ماموریتونه په ډیره بریالي توګه ترسره کړي او ترسره کولو ته دوام ورکوو. یو ځل بیا غواړم چې ووایم نړۍ د پنځو هیوادونو نه لویه ده. ترکیه د څو قطبي، هر اړخیز ، عادل او فعاله یو نړۍوال نظم او نظام پلوي کوي. دادی نن د پرمختګ په حال کې او د یوې لا پياوړې او سترې ترکیې د لا قوي لیدلوري او قوي ډیپلوماتیکو اړیکو سمبول د ترکیې کور ودانۍ په رسمي توګه پرانیزو.
د ترکیې کور ودانۍ دروازې به د هر چا پر مخ پرانیستي وي. "
ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې کور ودانۍ چې څلور کاله مخکې مو ورته بڼسټ ایښی وو او نن مو په رسمي توګه پرانیسته ددې په هیله چې د ټولو لپاره د خیر او برکت وسیله وګرځي. همداشان پدې مراسمو کې د ګډون کوونکو ټولو میلمنو نه د له زړه له کومې مننه کوم.
نن ډیر ویاړم او خوشحاله یم. ځکه ویاړ کوم چې دادی د ترکیې دولت او میړانه ملت ته مو یو بل تاریخي او تل پاتې اثر جوړ کړ. افتخار کوو او خوشحاله یو ځکه چې د تاریخي او عنعنوي معمارۍ سره جوړه شوې ودانۍ به د نیویارک ښکلا ته لا ښکلا ورپه برخه کړي. ویاړن یو ځکه چې زمونږ انجینیرانو او کارګرانو د تندي د خولو سره یو ډیر شانداره اثر جوړ کړی دی او چارې سرته رسیدلي دي.
ددې اسمان څلي ودانۍ په جوړولو کې کارول شوي ډیری توکي د ترکیې نه راوړل شوي دي.
ددې ودانۍ په ساختمان کې د نړۍ د وروستۍ تکنالوژۍ سره کار اخیستل شوی دی. همداشان دا ودانۍ چاپیریال دوسته جوړه شوې ده . دا ودانۍ د باران د اوبو راټولو او استفادې په خاطر ځانګړی سیستم لري.
دا ستره ودانۍ په اصل کې د ترکیې پياوړتیا، تجربې او د هرې ورځې په تیریدو سره د لا پياوړي کیدو ښکارندويي کوي.
همداشان دا ستره ودانۍ به په ملګروملتونو کې د ترکیې د دایمي نماینده ګۍ او جنرال قونسلګرۍ سربیره د شمالي قبرس ترک جمهوریت د دایمي نماینده ګۍ کوربه توب هم وکړي.
اړوند خبرونه
اردوغان : د ایران او اسرائیلو ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل نتنیاهو دی.
د ایران او اسرائیلو ترمنځه د کړکیچ یوازینی مسؤل د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دی.