د طالبانو د سرپرست کابینې په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په افغانستان کې د طالبانو لخوا د سرپرست حکومت د اعلانولو په اړه څرګندونې وکړې.
ولسمشر اردوغان د کانګو جمهوریت د ولسمشر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې خبري غونډه کې د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه د امریکا او قطر سره د روانو مذاکراتو نه د کومې غوڅې نتیجې د ترلاسه کیدو او یا نه او طالبانو لخوا د سرپرست حکومت د اعلانولو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د کابل د هوايي ډګر د مدیریت په اړه د پیل راهیسې مثبت نظر ښودلی دی خو دم ګړۍ هغه مثبت پرمختګونه چې مونږ يي انتظار درلود رامنځته شوي ندي. ددې سره سره مونږ اوس هم خوش بینۍ او مثبت چلند ته دوام ورکوو. که چیرې په حقیقي ډول زمونږ د پرنسیبونو او طرز سره مناسب پرمختګونه رامنځته شي البته چې مونږ به هم ورته چلند وکړو.
همداشان لکه څرنګه چې پوهیږۍ طالبانو موقته کابینه اعلان کړه. دا چې دا لنډمهال او سرپرسته کابینه به تر کومه خپلې دندې ته دوام ورکړي پدې مونږ نه پوهیږو . خو هغه څه چې زمونږ پورې تعلق لري هغه دادي چې باید پرمختګونه د نږدې نه تعقیب کړو .
ددې په هیله چې دا کابینه د ټول افغانستان لپاره د خیر وسیله وګرځي.