د اګست د ستر بري په اړه د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پيغام
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اګست ۳۰ مه په هیواد کې د ستر بري په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې " د نن نه ۹۹ کاله مخکې په دولوپنار کې د ایماني جذبې په رهبرۍ ۸۴ میلیونه ټول د یووالي، اتحاد، اتفاق او ورورولۍ په چوکاټ کې د روښانه راتلوونکي پر لورې روان یو.
دادی نن زمونږ د شانداره تاریخ د مهمو پيښو نه د ستر بري ۹۹ کلیزه د ډیر افتخار سره لمانځو ."
ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې خپلو ټولو هیوادوالو، د قبرس ترکانو او د هیواد په مختلفو برخو میشتو ټولو ترکانو ته د اګست د ۳۰ د ستر بري د ۹۹ کلیزې له امله مبارکي وایم او ټولو هغه کسانو نه چې د افتخاراتو نه په ډکې دې ورځ کې مونږ یواځې نه يي پریښودي د ټولو نه د خپل ځان او ټول هیواد په استازیتوب د زړه له کومې مننه کوم.
همداشان د استقلال د جګړې عالی سر قومندان او د ترکیې جمهوریت موسس غازي مصطفی کمال اتاترک ، د ملي شورا قیمتي غړیو او پوځ اتلو سرتیرو او ټولو شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوو او د هغوې په ډیرې درناوۍ سره یادونه کوو.
ولسمشر اردوغان ویلي دي دا ستر بری د استقلال د جګړې پر مهال د ۱۹۲۲ کال د اګست په ۲۶ مه نیټه د غازي مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ د پيل شوي ستر تعرض نه ۴ ورځې وروسته د دښمن سره د سینه په سینه جګړې نه وروسته ترلاسه شوی دی.
ترک ملت چې ددې ډول سترو بریالیتونو سره د نړۍ د جګړو په تاریخ کې خپل نوم ثبت کړی دی ټولو ته دا ښودلې ده چې د شهیدانو د وینو سره خړوب شوې د وطن په خاوره به هیڅکله یرغل ته اجازه ورنکړي. همداشان د اګست د ۳۰ ستر بری د امپریالیستو قوتونو لپاره چې زمونږ ملت لپاره عمر ټاکلی وو د هغوې دا شوم نیتونه د هغوې په ستونو کې د وچولو او د جمهوریت د جوړولو په لاره کې ډیر مهم رول لوبولی دی. زمونږ ملت د هر ډول فقر او بې وزلۍ سره سره د ګټلي دې ستر بري سره ټولو ته خپل شهامت او میړانتیا په ډاګه کړې ده .
د الله په مرسته او مدد ، د دوستانو په ملاتړ او نجیب ملت په دعاګانو به انشاالله چې هیڅوک ناهیلي نکړو. د ظالمانو پر وړاندې د مظلومینو د حق نه دفاع کولو، په ټول نړۍ کې د سولې ، عدالت او ازادۍ د ټینګښت په خاطر به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو.