ولسمشر اردوغان د افغانستان او ایران د ولسمشرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان او ایران د ولسمشرانو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ لومړی د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره په افغانستان کې په روان وضعیت خبرې وشوې. ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه به په افغانستان کې هر څه ژر د سولې او ثبات د ټینګښت د دوست او ورور هیواد افغان ملت ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړي.
همداشان ولسمشر اردوغان د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني نه په ترکیه کې په ځنګلونو کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله د ترکیې سره د همغږۍ او خواخوږۍ د څرګندونو له امله مننه وکړه.
ولسمشر اردوغان وروسته د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې د ایران نوي ولسمشر رئیسي ته د ولسمشر په توګه د دندې د پيلولو له امله مبارکي وویله او وویل پوره باور لري چې د ترکیې او ایران اړیکې او سیمه ایزې همکاري به لا پسې قوي او پياوړې شي.
همداشان ولسمشر اردوغان په ترکیه کې په ځنګلونو کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله د ایران لخوا د ښودلي همغږۍ او همکارۍ له امله مننه وکړه.