ترکیې د افغان کډوالو د نوې څپې په اړه د اتریش د لومړي‌ وزیر څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې بهرنیو چارو وزارت : ترکیه د اروپا پوله ساتی ندی

1680730
ترکیې د افغان کډوالو د نوې څپې په اړه د اتریش د لومړي‌ وزیر څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د اتریش د لومړي‌ وزیر سیباستین کروز د هغه څرګندونو په اړه چې ترکیه د افغان کډوالو لپاره تر ټولو مناسب ځای دی ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تانژو بیلګیچ د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې

"  د ناقانونه کډوالو مسئله چې نن ورځ د ټولې نړۍ ګډه مسئله ده او پر نړۍ جدي‌ اغیزې کړي‌ دي ، ددې ستونزې د حل په خاطر په ګډه د هلو ځلو او همکارۍ پر ځای ’ کډوال دې دلته نه راځي‌ او هلته دې لاړ شي‌  ‘ په څیر څرګندونې  او دریځ  هم  مغرزانه دی او هم يي هیچا ته ګټه نه رسیږي. ترکیه په سیمه کې د کډوالۍ د نوې څپې  د زغمولو توان نلري او داسې کوم مسئولیت به هم هیڅکله په غاړه وانخلي. مونږ په هره غونډه او پلاټ فورم کې دا خبره کړې او خپلو مخاطبینو ته مو رسولې ده. ترکیه د اروپايي ټولنې پوله ساتی  او یا د کډوالو کمپ‌ ندی."

ویاند د اتریش د لومړي‌ وزیر هغه څرګندونو پر خلاف  چې ویلي‌ دي‌ ترکیه د افغان لپاره تر ټولو مناسب ځای دی  سخت غبرګون وښود او ویلي دي‌  لکه څرنګه چې اتریش لومړي‌ وزیر وايي په هغه شان نده،  د هر څه نه مخکې ترکیه د افغانستان ګاونډی هیواد ندی. ترکیه د اروپا پوله ساتی ندی .



اړوند خبرونه