ترکیه حکومت د اعلان کړي قرنطین په دوره کې د ۲ میلیونو کورنیو سره نقدي مرسته کوي
ترکیه به د اعلان کړي عمومي قرنطین په موده کې د دوه میلیونو کورنیو سره د کور په سر ۱۱۰۰ ترکي لیرې نقدي مرسته وکړي.
ترکیه به د اعلان کړي عمومي قرنطین په موده کې د دوه میلیونو کورنیو سره د کور په سر ۱۱۰۰ ترکي لیرې نقدي مرسته وکړي.
دا خبره د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزیرې دریا یانیک وکړه.
د ترکیې د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزیرې دریا یانیک د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په ترکیه کې د اعلان شوي عمومي قرنطین پدې موده کې به د اړینو کورنیو سره د مرستې په موخه د پوره قرنطین ټولنیز مرستندویه پروګرام په چوکاټ کې د مرستې نوی پروګرام پیل کړی دی.
دا مرستې به د ترکیې د مرستنیدویه او همغږۍ بڼسټونو په ذریعه د اړینو کورنیو باندې پرته د هغوې د غوښتې او یا نوم لیکنې نه ترسره شي.
تیر ځل اړینو کسانو د ای دولت انټرنټ پاڼې له لارې د مرستو لپاره مراجعه کړې وه. ددې کسانو لستونه شتون لري. ددې ترڅنګ د ترکیې مرستندویه او همغږۍ بڼسټونو هم اړینې کورنۍ تثبیت کړي دي.
ددې پروګرام په چوکاټ کې به شاوخوا دوه میلیونو کورنیو سره د کور پر سر ۱۱۰۰ ترکي لیرې نقدي مرسته وکړو.
هغې وویل چې دا مرستې به د اړینو کسانو بانکي حسابونو ته حواله کړی شي. کوم کسان چې بانکي حساب نلري هغوې ته کور ته یوړل شي او لاس په لاس به ورته تسلیم کړی شي.