عبدالله ایرن: د پي کاکا ترهګري سازمان د مارسیلا په ښار کې په یوه اونۍ کې ۴ بریدونه کړي دي
عبدالله ایرن : فرانسه باید د مارسیلا په ښار کې د ترکانو په کولتوري مرکزونو او جوماتونو د بریدونو مخنیوی وکړي
د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو رئیس عبدالله ایرن د فرانسې د حکومت نه د فرانسې د مارسیلا په ښار کې د پي کاکا ترهګري سازمان د پلویانو لخوا په کولتوري مرکزونو او جوماتونو د بریدونو د مخنیوي په خاطر د لازمو اقداماتو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
ایران د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د پيکاکا ترهګري سازمان پلویان د فرانسې د مارسیلا په ښار کې د ترکانو په کولتوري مرکزونو او جوماتونو بریدونه کوي.
هغه ویلي دي چې په تیره یوه اونۍ کې دلته څلورم ځل لپاره د ترکانو په کولتوري مرکزونو او جوماتونو برید شوی دی.
هغه ویلي دي د فرانسې حکومت باید نور ددې ترهګرو پر خلاف چې د نوموړي هیواد عامه امنیت ته هم ستر زیان رسوي لازم اقدامات وکړي.
هغه ویلي دي چې مونږ د فرانسې حکومت ته ددې ترهګرو مخنیوي په خاطر د لازمو ګامونو اوچتولو ته بلنه ورکوو.