ترکیې د اتماجا په نامه د کښتۍ ضد اوږدواټنه توغندیو په تولیداتو پيل وکړ

د ترکیې د راکټسن شرکت لخوا جوړ شوی د اتماجا په نامه  د کښتۍ ضد اوږد واټنه توغندی په بریالیتوب سره وازمایه.

1577622
ترکیې د اتماجا په نامه د کښتۍ ضد اوږدواټنه توغندیو په تولیداتو پيل وکړ

 

د ترکیې د سینوپ ولایت د رسنیو دفتر د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اتماجا  په نامه د کښتۍ ضد توغندی په سینوپ ولایت کې په بریالیتوب سره وازمایل شو.

په بیان کې راغلي دي چې راکټسن شرکت ددې وروستي ازمایښت نه وروسته د اتماجا د کښتۍ ضد اوږد واټنه توغندیو په تولیداتو پيل وکړ.

په بیان کې راغلي دي چې د اتماجا توغندي د ازمایښت په مراسمو کې د ترکیې د سمندري ځواکونو قومندان سترجنرال عدنان اوزبال او د سیبوپ ولایت والي ایرول قره عمراوغلو هم ګډون کړی وو.

په بیان کې راغلي دي چې  زمونږ دا ملي محصول اتماجا توغندی به د دوستانو  ته اعتماد ورکړي  او دښمن به وډاروي.



اړوند خبرونه