د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د ترکیې او ایران ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

1539360
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې ولسمشر اردوغان تیره شپه د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او ایران ترمنځه د اړیکو د لا پياوړي کولو په برخه کې په همکاریو او سیمې پر مهمو پرمختګونو بحث او تبادل د نظر وشو.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې په ایراني ساینسپوه محسن فخري زاده د منفور برید په اړه چې په نتیجه کې ژوند د لاسه ورکړ ژور خفګان څرګند کړ او د ایران خلکو او فخري زاده کورنۍ ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې په اصل کې دا برید د سیمې په سولې او ثبات شوی دی خو مونږ پوره باور لرو چې د سیمې د سولې او ثبات د دښمنانو دا ډول هلې ځلې به هیڅکله هم کامیابې نشي او هیڅکله به هم خپل شوم هدف ته ونه رسیږي.

ولسمشر اردوغان د ایران د ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې د قره باغ د مسئلې په اړه هم خبرې وکړي. هغه وویل چې د قره باغ په مسئله کې یوه نوې دوره پيل شوې ده . پدې دوره کې د اذربایجان د مځکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سیوري غوړونکي هر ډول اقداماتو او اعمالو نه باید ډډه وشي.

په سیمه کې د تل پاتې سولې او استقرار د ټینګښت لپاره یو نوی فرصت رامنځته شوی دی او د ارمنستان په ګډون د سیمې ټول هیوادونه باید ددې فرصت نه په ډیره ښه توګه استفاده وکړي . ځکه چې دا فرصت د ټولې سیمې په ګټه دی.



اړوند خبرونه