په ویانا کې د ترهګریزونو بریدونو په اړه د ترکیې سخت غبرګون

ترکیه : ترکیه د اتریش د خلکو نه ملاتړ کوي

1521127
په ویانا کې د ترهګریزونو بریدونو په اړه د ترکیې سخت غبرګون

د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست د اتریش په پلازمینه ویانا کې په ترسره شوي ترهګریز برید کې د ټپي شوي پولیس سره مرسته کوونکو ترکانو ستاینه وکړه او د هغوې قدرداني وکړه.

د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست د ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې « په ویانا کې په ترهګریز برید کې د وژل شوو کسانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کوو او ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو. همداشان د ټپي شوو پولیسو سره مرسته کوونکو ترکانو ستاینه او قدرداني کوو او هغوې ته ددې انساني چلند له امله مبارکي وایو. ترکیه پدې سخته ورځ کې د اتریش د خلکو ترڅنګ ولاړه ده.»

د یادولو وړ ده چې تیره شپه د اتریش په پلازمینه ویانا کې ترهګرو په ۶ سیمو کې بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ۴ تنه مړه او ۱۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ترکیې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل.



اړوند خبرونه