اردوغان: اروپا باید ځان د اسلام دښمنۍ ناروغۍ نه وژغوري
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اروپايي هیوادونه باید د اسلام دښمنۍ د ناروغۍ نه ځانونه وژغوري.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اروپايي هیوادونه باید د اسلام دښمنۍ د ناروغۍ نه ځانونه وژغوري.
ولسمشر اردوغان پدې وروستیو کې په اروپا کې د اسلام دښمنۍ د کچې د ښه لوړیدو په اړه سخت غبرګون وښود.
هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « که چیرې اروپايي هیوادونه غواړي چې په نوي نړۍوال سیستم کې خپل سیاسي او اقتصادي موقف محافطه کړي هر څه ژر باید د اسلام دښمنۍ ناروغۍ نه ځانونه وژغوري. اروپا ددې مرض نه د ځان د نه ژغورولو په صورت کې به د فرانسې نه نیولې تر جرمني پورې به ټوله اروپا له منځ نه په کلاره کلاره د افلاس او لمنځه تلو د ګواښ سره مخامخ کړي.»
د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان په جرمني کې د لسګونو تنو پولیسو لخوا په جومات چاپه اچول او د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا په دولتي ودانیو د اسلام د ستر پیغمبر محمد ص د کاریکاتورونو ځوړولو ته اجازې ورکولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.