په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۳۵۱ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۹۴۴۵ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۶ زره او ۵۶۵ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۸۹۴ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۵۱ زره ۴۱۳ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۱۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۰۶ زره او ۹۳۹ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۱۵۴۵ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۲ میلیونه ۶۴۱ زره او ۱۲۶ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.