ترکیې د ولسمشر اردوغان په اړه د اتریش د لومړي‌ وزیر د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

چاوش اوغلو : د اروپا ارزښتونو ته تر ټولو ستر ګواښ‌ اتریش د لومړي‌ وزیر ناوړه سیاستونه دي

1485612
ترکیې د ولسمشر اردوغان په اړه د اتریش د لومړي‌ وزیر د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو  وویل  چې د اروپا ټولنې  ارزښتونو  ته تر ټولو ستر ګواښ د اتریش د لومړي‌ وزیر سباستیان کورز   ناوړه  ایډیالوژي  او سیاستونه دي.

چاوش اوغلو د خپل ټویټر حساب له لارې د اتریش د لومړي‌ وزیر هغه څرګندونو پر خلاف چې ویلي وو اردوغان په اروپا کې د ترکانو نه د خپلو اهدافو د عملي‌ کولو په خاطر کار اخلي‌ سخت غبرګون وښود. د ویلو ده چې ایرونیوز رسنۍ په خپور کړي یو خبر کې د اتریش د لومړي وزیر له قوله لیکلي وو چې ولسمشر اردوغان په اروپا کې د میشتو ترکانو نه د خپلو موخو او اهدافو د عملي‌ کولو په خاطر استفاده کوي.

ترکیې د اتریش د لومړي وزیر ددې ادعاء په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

ترکیې بهرنیو چارو وزیر بیا د اتریش د لومړي‌ وزیر د ادعاء په غبرګون کې وویل چې « اروپايي ټولنې ارزښتونو ته تر ستر ګواښ د سباستیان کورز ناوړه ایډیالوژي او سیاستونه دي. ددوې د بهرنیانو سره د دښمنیو، تبعیض او  اسلام دښمنۍ پر بڼسټ جوړ شوي‌ سیاستونه په اصل کې زمونږ ددې پیړۍ تر ټولو ستره ذهني‌ ناروغۍ ده.

د اتریش لومړي‌ وزیر کورز د ایرونیوز د الماني‌ ژورنالست سره په مرکه کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې اروپايي ټولنې د پولو نه باید په ګډه دفاع وکړو او د یونان سره پوره همکاري وکړو. هغه ولسمشر اردوغان د کډوالو نه د وسلې په توګه په کارولو تورن کړی دی.

ترکیې د هغه دې ړوند نظر په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. 


پيوندونه: #غبرګون , #اتریش , #ترکیه

اړوند خبرونه