ولسمشر اردوغان د اختر په ۴ ورځو کې په ټول هیواد کې ګرځبندیز اعلان کړ
ولسمشر اردوغان د کابینې د غونډې نه وروسته مهمې څرګندونې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي د تدابیرو په چوکاټ کې د اختر په ورځو کې په ټول هیواد کې ګرځبندیز اعلان کړ.
ولسمشر اردوغان د کابینې د غونډې نه وروسته ملت ته په خطاب کې په خپله وینا کې وویل چې په ټول هیواد کې د مې د میاشتې د ۲۳ مې نیټې تر ۲۶ مې نیټې د شپې تر ۱۲ بجو ګرځبندیز لګیږي.
هغه وویل چې ترکیې د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پر خلاف مبارزه په ډیرې بریالۍ توګه روانه کړې او دوام لري. د تداوۍ لاندې د کرونا ویروس د پيښو شمیره د پام وړ راټیټه شوې ده او په همدې شان د دوام په صورت کې کیدای شي چې دا شمیره صفر شي.
ولسمشر اردوغان هیوادوالو ته یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې د کرونا ویروس په مسئله کې تدبیر د لاسه ورنکړي ، ځکه چې د منفي اغیزو او د ددې ساري ناروغۍ د تهدید د کچې د لوړیدو سره لا سختو تدابیرو نیولو ته اړ کیږو.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې د کرونا ویروس چې ټوله نړۍ تر اغیزو لاندې راوستې ده ګواښونو برطرف کیدل په ټوله نړۍ کې د برطرف کیدو سره د امکان وړ ده.
هو دا هم حقیقت دی چې د ترکیې په توګه د نوموړي ساري ناروغۍ د ختمیدو لپاره د کلونو کلونو لپاره خپلې پولې تړلی نشو او په هیواد کې د ژوند ورځنۍ چارې په ټپه درولی نشو ، خو د تدابیرو په چوکاټ کې به د ژوند چارې نورمال حالت په راګرځولو پيل وکړو . پدې برخه کې به په راتلوونکي میاشت کې ډیر جدي ګامونه اوچت کړی شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې د ښوونځیو پرانیستل د سپټمبر میاشت ته د ځنډولو پریکړه وشوه.
همداشان د مې د میاشتې د ۲۹ مې نیټې نه په اعتبار سره به په هیواد کې جوماتونه د ځانګړو شرایطو سره پرانیستل شي. ولسمشر اردوغان وویل چې په پیل کې به په جوماتونو کې یواځې د ماسپخین او مازیګر لمونځونو ته په جماعت سره ادا کولو ته اجازه ورکړل شي. همداشان په هیواد کې د کرونا وضعیت ته په کتو سره به نور ګامونه اوچت کړی شي.