په وان کې د واورې ښویدنې په فاجعه کې مړو شمیره نوره هم لوړه شوه

د ترکیې  د وان ولایت د باغچه سرای په ولسوالۍ کې  د واورې ښویدنې په نتیجه کې د مړو شمیره  ۴۱ تنو ته لوړه شوه.

1354766
په وان کې د واورې ښویدنې په فاجعه کې  مړو شمیره  نوره هم  لوړه شوه

 

د ژغورنې ډلو  د سهار راهیسې  د درې تنو  مړي  موندلي دي. د ویلو ده چې  د ناورین او طبعي پيښو پر وړاندې  د مبارزې ادارې، د ژاندارم  د ژغورنې ډله  او نورې ژغورنې ډلې په سیمه کې  پلټنو ته دوام  ورکوي.

د ژغورنې په چارو کې  تعلیمي  سپیو  هم  ګډون  کړی دی.

د بله پلوه  د ژاندارم  ځواکونو  د باغچه سرای  ولسوالۍ  په لویه لاره کې  د واورې ښویدنې  له امله  تدابیر نیولي دي او خلکو ته  د تیریدو اجازه نه ورکول کیږي.

د ترکیې  د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا، د وان والي  محمد امین بیلمز او د عدالت او پراختیا ګوند مرستیالې  فاتمه بیتول سایان قایا  د واورې ښویدنې د فاجعې د قربانیانو د کورنیو نه لیدنه وکړه.

د یادولو وړ ده چې  دوه ورځې په مخکې په سیمه کې  د واورې پاکولو په ماشینونو  او یو مساپر وړونکې  کوچني  بس  موټر  واوره  وښویده  چې پدې پیښه کې  ګن شمیر کسان  د واورو لاندې شول.

کله چې د ژغورنې ډلې سیمې ته راوسیدې  او د واورو لاندې  کسانو په ژغورلو يي پيل وکړ  داځل  د ژغورنې په ډلو  واوره وښویده  چې په نتیجه کې  په لسګونو  تنه  د واورو لاندې شول.

د ژغورنې ډلو  ۳۰  تنه ژوندې وژغورل  او  د ۳۸ تنو مړي د واورو لاندې نه راوویستل. همداشان  نن  هم  د ژغورنې چارو دوام وکړ چې په نتیجه کې  د ۳ تنو نورو مړي هم  راوویستل شول. پدې ډول د مړو شمیره  ۴۱ تنو ته  لوړه شوه.

د ویلو ده چې په وژل شوو کسانو کې  د ژاندارم  سرتیري، اربکي ځواکونه  ، اطفایې پرسونل  او رضاکاره  پرسونل هم  شتون لري.



اړوند خبرونه