د ترکیې  د وان په ولایت کې د واورې ښویدنې  په پایله کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

په وان ولایت کې د واورې ښویدنې پيښې ستره فاجعه رامنځته کړه

1353852
د ترکیې  د وان په ولایت کې د واورې ښویدنې  په پایله کې ستره فاجعه رامنځته شوه.

تیره شپه  په وان ولایت کې  د واورې پاکونې او سپرلۍ په موټر واوره وښویده چې په نتیجه کې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ.

همداشان  سیمې ته  د ژغورنې ډلې  ورسیدې  او د واورو لاندې شوو کسانو  د ژغورنې چارې پیل کړې.

نن  د ژغورنې په ډلې   واوره وښویده  چې په نتیجه کې  ستره فاجعه رامنځته شوه. ویل کیږي د نوموړې پيښې  ۳۰ تنه  ژوندي  وژغورل شول  او  ۳۳ تنو نورو ژوند د لاسه ورکړ.

د وان ولایت  نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  تیره شپه  د واورې پاکونې  په ماشینونو او د سپرلۍ په یو موټر  واوره وښویده چې په نتیجه کې  ګن شمیر کسان  د واورو لاندې شول. پدې پيښه کې  د ۵ تنو مړي د واورې لاندې نه راوویستل شول.

دوه تنه  لا درکه وو چې د پلټنې چارې پيل شوې. نن  د پلټنو پر ډلې  واوره وښویده چې په لسګونو تنه يي لاندې کړل.

د ژغورنې ډلو  په سیمه کې  ۳۰ تنه ژوندي د واورو لاندې نه راوویستل  .  پدې پیښه کې  ۳۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ  چې مړي  د ژغورنې ډلو لخوا راویستل شوي دي.

پيښه  د وان ولایت د باغچه سرای  په ولسوالۍ کې  رامنځته شوې ده .

ویل کیږي پدې پیښه کې د  وان ولایت د طبعي پيښو او ناورین  ادارې مدیر عثمان اوچار  هم  د واورو لاندې شوی وو چې  ژوندی ژغورل شوی او د درملنې په خاطر روغتون کې بستري دی.

د وان ولایت د باغچه سرای  د ولسوالۍ ښاروال خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ژغورل شوو کسانو  روغتیايي حالت ښه  دی  او د پاتو کسانو د ژغورنې په خاطر هم  چارې دوام لري.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت  د پیښې پخلی کړی  او ویلي دي چې د واورې ښویدنې له امله  په لسګونو  تنه  د واورو لاندې شوي وو چې  ۳۰ تنه يي ژوندي ژغورل شوي او د ۳۳ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی. د قربانیانو   نه ۸ تنه د ژاندارم  سرتیري ، درې تنه  اربکي  سرتیري  یو تن هم  د اطفایې کارکوونکی دی. پاتې کسان ملکي وګړي دي.

همداشان په سیمه کې د پلټنې چارې هم  دوام لري. 


پيوندونه: #واورې ښویدنه , #وان

اړوند خبرونه