د ناټو عمومي سکرتر د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل
ستولتنبرګ : ترکیه زمونږ د ټولو لپاره د مهمې مبارزې په لومړنۍ کرښه کې قرار لري.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې ترکیې تر ننه پورې چې څه ډول پرته د توپیر نه د ټولو ترهګرو پر خلاف مبارزه کړې ده د نن وروسته به هم په عینې شکل سره مبارزې ته دوام ورکړي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د ناټو سازمان د عمومي سکرتر ینس ستولتنبرګ سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې نن ترکیې ته راغی لیدنه وکړه.
چاوش اوغلو او ستولتنبرګ د استانبول د دولمه باغچه په ماڼۍ کې د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د ترکېې د بهرنیو چارو وزیر خبري غونډې ته وویل، ترکېې لکه څرنګه چې تر ننه پورې د ټولو ترهګرو پر خلاف پرته د توپیر نه په یو شان مبارزه کړې ده ددینه وروسته به هم په عینې شکل سره مبارزې ته دوام ورکړي.
هغه د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د فرات سیند په ختیځو کې د پیل کړو پوځي عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « ددې عملیاتو نه زمونږ اصلي موخه د ناټو سازمان سویل ختیځو پولو کې د ترکېې د پولو نه پورې غاړه د ترهګرو د موجود تهدید له منځه وړل دي. دا عملیات د ناتو سازمان د خاورې د امنیت په خاطر هم تر وروستۍ درجې مهم دي.»
هغه وویل چې ترکیه د خپل امنیت په خاطر د ناټو سازمان د غړیو نه په مشروع توګه د همغږۍ تمه او انتظارات لري.
هغه وویل چې د ناټو سازمان یواځې دا څرګندونې چې ترکیه مشروع امنیتي اندیښنې لري کفایت نکوي. مونږ د ناټو سازمان نه د غوڅې همکارۍ لیدل غواړو.
هغه د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا په سوریه کې د روانو عملیاتو په اړه د بعضو ادعاګانو او پروپاګندونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « دا لومړی ځل ندی. د تیرو پوځي عملیاتو پر مهال هم پ ک ک او وای پ جي ترهګرو لخوا ځینې بې بڼسټه او درواغ خبرونه نشر شوي وو. همداشان د فرات ډال د عملیاتو پر مهال د داعش ترهګرې ډلې لخوا ورته درواغ او ناسم خبرونه خپاره شوي وو. د ملکي وګړو او بشري مسئلو کې ګمان کوم چې د ترکیې په څیر حساسیت بل هیواد ندی ښودلی .
هغه وویل د ناټو غړي هیوادونه د یو پلو نه وايي چې ترکیه مشروع امنیتي اندیښنې لري، وای پ جي د پ ک ک ترهګرې ډلې څانګې ده او د بله پلوه بیا پر عملیاتو نیوکې کیږي. که چیرې د ترکیې امنیتي اندیښنې مشروع وي پس ددې اندیښنې اصلي لامل څوک دی؟ پ ک ک او د هغه څانګې دي. ترکېې ددې ستونزې د حل په خاطر لومړی د خپل ټول توان سره د ډیپلوماسۍ نه کار اخیستی دی خو له بده مرغه چې د ډیپلوماسۍ نه کومه نتیجه ترلاسه نشوه.
هغه وویل تاسې وګورۍ د ناټو د سازمان د غړیو په منځ کې یو هیواد هم د ترکیې په اندازه د داعش پر خلاف مبارزه نده کړې او سینه په سینه ورسره ندی جنګیدلی.
همداشان د ناټو مشر ستولتنبرګ وویل چې ترکیه د ناټو سازمان یو ډیر مهم او قوي غړی هیواد دی.
هغه وویل چې په منځني ختيځ کې د ناټو سازمان په غړیو کې هیڅ هیواد د ترکیې په اندازه بریدونو سره مخامخ شوی ندی.
هغه وویل چې د چاوش اوغلو سره د نوموړو عملیاتو په اړه په اړخیزه توګه خبرې وکړې.
هغه په سوریه کې د زنداني داعشي ترهګرو په اړه وویل چې دا ترهګر هلته د ساتلو په خاطر باید یوه مناسبه حل لاره پيدا کړو.
هغه زیاته کړه چې ترکیه د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزه کې یو ډیر مهم هیواد دی او د داعش پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې رول ټولو ته ښکاره دی.
هغه وویل چې ناټو د متفق هیواد ترکیې نه ملاتړ ته دوام ورکوي. ترکیه زمونږ د ټولو لپاره د مهمې مبارزې په لومړنۍ کرښه کې قرار لري.
اړوند خبرونه
اردوغان : د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي اړیکې دوام لري
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د تورکیې او روسیې ترمنځه پیوستون او اقتصادي همکاري دوام لري.