ترکیې د سوریې په شمال کې پوځي عملیات پیل کړل
ترکیې د سوریې په شمال ختیځ کې د فرات سیند په ختیځو برخو پوځي عملیات رسمآ پیل کړل.
ترکیې د سوریې په شمال ختیځ کې د فرات سیند په ختیځو برخو پوځي عملیات رسمآ پیل کړل.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عملیاتو د پیلولو خبر د خپلې ټویټر پانې لخوا خپور کړ.
ولسمشر اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې د ملي پوځ سره په ګډه د سوریې په شمال کې د پ ک ک ، وای پ جي او داعش ترهګرو ډلو پر خلاف (د سولې چینې) په نامه پوځي عملیات پیل کړل.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې زمونږ موخه د ترکیې سویلي پولو پورې غاړې ته د جوړیدونکي ترهګرو دهلیز مخنیوی او په سیمه کې د سولې او استقرار ټینګول دي.
ولسمشر اردوغان ویلي دي چې ددې پوځي عملیاتو سره به ترکیې ته مخامخ د ترهګرو ټول تهدیدونه برطرف کړي.
همداشان ددې عملیاتو په نتیجه کې جوړیدونکې د امن سیمه سره به په ترکیه کې میشتو سوري کډوالو ته خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو زمینه برابره شي.
ددې عملیاتو سره به د سوریې مځکنۍ بشپړتیا او د سیمې ټول خلک د ترهګرو د شر نه وژغورل شي.