ترکیه خپله تر ټولو پرمختللې جنګي چورلکه نندارې ته وړاندې کوي
ترکیه د نړۍ د مهمو دفاعي صنایعو د نندارتونونو نه د ( IDEF 19 ) په نندارتون کې خپله تر ټولو نوې تعرضي جنګي چورلکه نندارې ته وړاندې کوي.
1191874
ترکیه به پدې نندارتون کې اټاک ۲ په نامه مشهوره خپله وروستۍ تر ټولو قوي جنګي چورلکه چې د نړۍ په وروستۍ ټکنالوژۍ سمبال ده نندارې ته وړاندې کړي.
چورلکه به پدې نندارتون کې په ځايي مهماتو سمباله نندارې ته وړاندې شي.
د ویلو ده چې اټاک ۲ پرمختللې جنګي الوتکې پروژه د ترکیې د وسله والو ځواکونو د اړتیا له مخې طرحه او ډیزاین شوې ده .
دا چورلکه به د ډیر دروند بار د انتقال، په ډیرو سختو او بدو هوا شرایطو کې د الوتنې او مقامت، د هدف د تعقیب ، عکاسۍ او ښودو په ډیرې لوړې تکنالوژۍ ، سیروسفر، مخابراتو او وسلو او مهماتو سمباله جوړیږي. دا چورلکه به د ډیر قوي مانور خاونده وي.
د ویلو ده چې د دفاعي صنایعو دا ۱۴ م نړۍوال نندارتون د اپریل په ۳۰ مه نيټه په استانبول کې پیلیږي او د مې تر ۳ یمې نیټې به دوام وکړي.