اردوغان : ځیني برخې د ترکیې او روسیې ترمنځه قوي همکاري زغملی نشي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې د ترکیې  او روسیې ترمنځه اړیکو او هر ډول  همکاریو  یو زیات شمیر برخې  ناراحته کړي دي.

1020498
اردوغان : ځیني برخې  د ترکیې او روسیې ترمنځه قوي همکاري زغملی نشي

د ترکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې د ترکیې  او روسیې ترمنځه اړیکو او هر ډول  همکاریو  یو زیات شمیر برخې  ناراحته کړي دي.

ولسمشر اردوغان  د  (BRICS)  سرمشریزې په چوکاټ کې چې په سویلي افریقا جمهوریت کې  جوړه شوې وه  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره  دوه په دوه لیدنه وکړه.

د لیدنې نه مخکې دواړو مشرانو لنډې څرګندونې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې او روسیې ترمنځه  په سیاسي، عسکري، کولتوري، تجاري  او یو زیات شمیر نورو برخو کې  اړیکو  په جدي توګه پرمختګ کړی دی  او لا زیات پرمختګ په حال کې دي.

هغه وویل چې ددې ټولو سره سره  د ترکیې او روسیې ترمنځه  هر اړخیزو همکاریو  یو زیات شمیر برخې  ناراحته کړي دي  او دې حسادت کوي.

همداشان  د روسیې  ولسمشر ولادیمیر پوتین  د دواړو هیوادونو ترمنځه  د اړیکو  او همکاریو  د کچې  د لوړیدو  له امله  د ممنونیت اظهار وکړ.

هغه وویل چې ترکیې او روسیې  ترمنځه په اړیکو کې د ډول دول بحرانونو د رامنځته کیدو سره سره  يی تل  په ډیره ښه توګه  پرمختګ کړی او دوام يي کړی دی. د دواړو هیوادونو ترمنځه اړیکي به  لا  پرمختګ وکړي.

پوتین  وویل چې  د لیدنې له امله  ډیر خوښ یم  او په ګډه توګه د کار کولو  له امله  ډیر ممنون یم.

 

 



اړوند خبرونه