ترکیې  د روان میلادي کال په لومړنۍ  ربع کې  یو ځل بیا تاریخي  اقتصادي وده کړې.

ترکیې  د روان میلادي کال په لومړنۍ  ربع کې  ۷ عشاریه ۴ سلنه  اقتصادي وده کړې ده.

990097

د هیواد په دننه کې  د ناخالصو عوایدو  د فعالیتونو د څیړونو نه وروسته  دا معلومه شوه چې  د ۲۰۱۸ کال په لومړنۍ ربع کې  د تیرکال همدې ربع په پرتله  د هیواد د کرنۍ سکتور ۴ عشاریه ۶ سلنه ، د صنایع سکتور ۸ عشاریه ۸ سلنه او ساختماني سکتور ۶ عشاریه ۹ سلنه  وده کړې ده .

همداشان  هیواد  په  اقتصادي  وده  کې  د سوداګرۍ، ټرانسپورت، هوټلدارۍ او رستورانتدارۍ  فعالیتونو  رول  لس  سلنه  لوړ شوی دی.

  ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقتصادي ودې په اړه  وویل چې  « ترکیې اقتصاد یو ځل بیا  د ټولو اټکلونو او تخمینونو نه  پورته  وده وکړه. د روان میلادي کال د لومړنۍ  ربع لپاره  ۶ عشاریه ۹ سلنه اقتصادي وده  اټکل شوې وه چې  د هیواد اقتصاد بیا  د اټکلونو نه  لوړه  وده وکړه. د ترکیې ددې اقتصادي ودې سره  د اقتصادي همکاریو او پراختیا د سازمان  د غړیو په هیواد کې په لومړني کتار کې او جل شل سازمان په غړیو هیوادونو کې بیا په دویم  کتار کې ځای نیولی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترکیې اقتصادي پداسې حال کې  پدې کچه  وده کوي چې  د ترکېې پر خلاف د اقتصادي کودتا نه وروسته  حکومت د اقتصاد د ژوندي ساتلو په موخه  د استخدام  او تشویقونو سره  ډیر مهم ګامونه اوچت کړل.  

اړوند خبرونه