په ټول هېواد كې د بيت المقدس نه د دفاع په موخه لاريونونه روان دي.

د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ لخوا د اسراييلو د رسمي پلازمېنې په توګه د بيت المقدس د پېژندلو پر خلاف د تركيې په ګوډ ګوډ كې د هېوادوالو غبرګون دوام لري.

869443

نن د جعمې تر لمانځه وروسته د تركيې په يو زيات شمېر ولايتونو كې تركانو د ټرمپ دا پرېكړه وغندله.

د هېواد په سوېل ختيځ كې د دياربكر په ولايت كې د سومر په جامع مسجد كې د جعمې تر لمانځه وروسته د مدني ټولنې يو شمېر استازو د بيت المقدس په اړه د ټرمپ دا پرېكړه وغندله. لاريون كوونكو پداسې حال كې چې د فلسطين بيرغونه او د مسجد الاقصى عكسونه يې له ځانونو سره لېږدول، څرګنده كړه چې دا سپېڅلې سيمه نه بايد د صهيونيزم په لاس كې ولوېږي.

اړوند خبرونه