تركيه زموږ يواځينى مرستندوى هېواد دى.

د سوماليا ولسمشر محمد عبدالله فرماكو وويل چې د شنبې په ورځ په هېواد كې د خونړي ترهګري بريد نه وروسته يواځينى هېواد چې موږ ته يې د مرستې لاس اوږ كړ، تركيه وه.

828198
تركيه زموږ يواځينى مرستندوى هېواد دى.

 

د سوماليا ولسمشر محمد عبدالله فرماكو وويل چې د شنبې په ورځ په هېواد كې د خونړي ترهګري بريد نه وروسته يواځينى هېواد چې موږ ته يې د مرستې لاس اوږ كړ، تركيه وه.

فرماكو په پلازمېنه موګاديشو په هوايي هډه كې خبريالانو ته وويل چې له سوماليا د تركيې د ملاتړ له امله ددې هېواد له ولسمشر رجب طيب اردوغان او ملت نه مننه كوم.

فرماكو زياته كړه چې تركيې د ۲۰۱۱م كال راهيسې له موږ سره په هره برخه كې مرسته كړې ده. دا مرستې د دواړو ملتونو ترمېنځ د ورورلۍ پايلې دي.

په سوماليا كې د شنبې په ورځ په ترهګري بريد كې شاوخوا ۳۰۰ كسان ووژل شول.


پيوندونه: #سوماليا

اړوند خبرونه