بشريت د ميانمار پر عاموژنې سترګې پټې كړې

ولسمشر رجب طيب اردوغان په ميانمار كې د روهينګا د مسلمانانو پر وړاندې د روان ظلم د مخنيوي په موخه به د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه كې عملي ګامونه پورته شي.

800981
بشريت د ميانمار پر عاموژنې سترګې پټې كړې

 

 

اردوغان پرون په استانبول كې هېوادوالو ته د وينا په ترڅ كې په ميانمار كې روان ظلم ته په اشارې سره وويل چې بشريت د ميانمار پر عاموژنې سترګې پټې كړې.

ولسمشر زياته كړه چې د سپتمبر د مياشتې په ۱۹مه نېټه به د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د غړو هېوادونو سره پدې اړه بحث وكړي. سربېره پر دې د اسلامي همكاريو د سازمان د دوره ايي مشر په توګه يې تر اوسه پورې د نړۍ د ۲۰ اسلامي هېوادونو د مشرانو سره پدې اړه خبرې اترې كړي دي.

د اردوغان په وينا `` په ميانمار كې له بده مرغه ډېر لويې عاموژنې وشوې. پدې عاموژنو بشريت سترګې پټې كړې. د ټلوېزيون پر پردو به مو د روهينګا د مسلمانانو حالت ليدلى وي چې څومره ظلمونه پرې كيږي. څرنګه يې كلي سوځول كيږي. تركيې تر اوسه پورې د سرې مياشتې په ګډون د مرستندويه ادارو په واسطه سيمې مرستې رسولې دي.

له بله پلوه د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوش اوغلو د خپل ايراني سيال جواد ظريف سره د ټيلفون پر كرښه د روهينګا د مسلمانانو د حالت په اړه خبرې كړي دي.



اړوند خبرونه