ييلدرم: ملګري ملتونه دي د بهانو پر ځاى عملي ګام پورته كړي

د تركيې لومړي وزير بنعلي ييلدرم د اختر له لمانځه وروسته په يو خبري كنفرانس كې د ميانمار په هېواد كې د روهينګا د مسلمانانو پر وړاندې د روان ظلم د مخنيوي په موخه پر ملګرو ملتونو د عملي ګام د پورته كولو غږ وكړ.

799641

ييلدرم په استانبول كې د اختر د لمانځه د ادا كولو نه وروسته ټولو هېوادوالو، د وسله وال پوځ سرتېرو او د نړۍ مسلمانانو ته د اختر د مباركۍ ترڅنګ په روهينګا كې د مسلمانانو ترينګلي حالته په اشارې سره وويل چې په سيمه كې د مسلمانانو عاموژنه نوې نه ده. زموږ ورونه د كلونو راهيسې پدې ګناه چې مسلمانان دي، وژل كيږي. دوى يا په بحر كې ډوبيږي او يا هم د بريدونو په پايله كې وژل كيږي. ملګري ملتونه بايد پدې اړه اړوند تدابير ونيسي.

د ييلدرم په وينا ملګري ملتونه دي د مسلمانانو د عاموژنې په غندلو بسيا نه كوي. د ميانمار پر حكومت باندې بايد فشار راوړل شي. كه داسې ونكړي نو د ملګرو ملتونو اعتبار د انسانانو لپاره نور هم كميږي.

پيوندونه: #ميانمار , #روهينګا

اړوند خبرونه