د ترکیې جمهوریت د اساسي قانون د تعدیل په موخه د مذاکراتو لومړنی پړاو پایته ورسید
د ترکیې په ملي شورا کې د اساسي قانون د تعدیل په موخه د مذاکراتو او رای اچونو لومړنی پړاو پایته ورسید
د ترکېې د عدالت او پراختیا ګوند لخوا د ترکیې جمهوریت د اساسي قانون په ۱۸ مادو کې د تعدیل په موخه ملي شورا ته وړاندې شوې د قانون مسودې اړوند د رای اچونې لومړنی پړاو پایته ورسید.
د ویلو ده چې د ملي شورا په عمومي مجلس کې د اساسي قانون په ۱۸ مادو کې تعدیل په موخه په وړانډې شوي د قانون په مسودې د جنوري په ۹ مه نيټه مذاکرات او رای اچونه پیل شوې وه.
د ۷ ورځو تودو بحثونو نه وروسته د قانون د مسودې په اړه د رای اچونې لومړنی پړاو سرته ورسید. په لومړني پړاو کې د قانون مسوده ومنل شوه.
د یادولو وړ ده چې د ترکیې جمهوریت په اساسي قانون کې د قضایه قوېې د صلاحیتونو ، د ملي شورا د غړیو د شمیرې ، ملي شورا ته د نوماندۍ د عمر، د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو او د ولسمشر د صلاحیتونو په څیر ۱۸ مادې بدلیږي.
تمه کیږي چې د ترکیې جمهوریت په اساسي قانون کې د تعدیل نه وروسته د ملي شورا د غړیو شمیره د ۵۵۰ تنو نه ۶۰۰ تنو ته لوړه شي.
همداشان د ملي شورا د غړیتوب لپاره د نوماندۍ عمر د ۲۵ کلونو نه ۱۸ کلونو ته راټیټیږي. په ترکیه کې به د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې په هرو پنځو کلونو کې په یوه ورځ ترسره کیږي.
همداشان د اساسي قانون د تعدیل د مهمو مادو نه یوه د ترکیې جمهوریت د حکومت د سیستم په اړه ده. په اساسي قانون کې د تعدیل په صورت کې به د ترکیې د حکومت سیستم د پارلماني نه په ریاستي نظام بدل شي.