د ترکیې  په اساسي قانون کې د تعدیل په خاطر ملي شورا ته وړاندې شوې  مسوده  ومنل شوه.

د ترکیې د اساسي قانون ۱۸ مادې بدلیږي.

640555
د ترکیې  په اساسي قانون کې د تعدیل په خاطر ملي شورا ته وړاندې شوې  مسوده  ومنل شوه.

د ترکیې  په اساسي قانون کې د تعدیل په خاطر ملي شورا ته وړاندې شوې  مسوده  ومنل شوه.

د ترکیې  ملي شورا ته په اساسي قانون کې  د تعدیل په خاطر  وړاندې شوې مسوده  د ۹ ورځو  مذاکراتو  نه وروسته  ومنل  شوه.

د ترکیې د ملي شورا د اساسي قانون په  کمیسیون   کې په اساسي قانون کې د تعدیل راوستو په خاطر  چارې  پایته ورسیدې.

د ترکیې په ملي شورا کې  د عدالت او پراختیا  واکمن ګوند  په اساسي قانون کې د تعدیل په خاطر  د ۳۱۶ تنو وکیلانو د لاسلیک سره  ملي شورا ته  وړاندیز  وړاندې کړ.

د ترکیې د ملي شورا د اساسي قانون کمیسیون  د نوامبر په شلمه نیټه  د اساسي قانون د تعدیل  په وړاندیز  چارې پیل کړې. د اساسي قانون د تعدیل  وړاندیز  د ۹ ورځو  مذاکراتو  نه وروسته  ومنل شو.

د عدالت او پراختیا واکمن ګوند  د ملیت پالو غورځنګ ګوند سره په تفاهم کې  د هیواد د اساسي قانون  د ۲۱ مادو  د تعدیل په خاطر ملي شورا ته  وړاندیز  وړاندې کړ. د ډیرو زیاتو  مذاکراتو او ارزونو نه وروسته  د وړاندیز نه  ۳ مادې  وویستل شوې  او  د ۱۸ مادو تعدیل  ومنل شو.

د ویلو ده چې  د ملي شورا د اساسي قانون کمیسیون  په وروستۍ ورځ  ۱۷ ساعته  د دوامداره  کار او ارزونو نه وروسته  وړاندیز  قبول کړ.

د ترکیې  د اساسي قانون  په تعدیل کې تر ټولو مهمه  ماده  د ریاستي  نظام  او ولسمشر د صلاحیتونو په اړه ده.

د اساسي قانون د تعدیل له مخې  ددینه وروسته به په ترکیه کې  د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې په یو ورځ  ترسره کیږي.

ولسمشر د اړتیا پر مهال  په اساسي قانون کې تعدیل  تولپوښتنې ته  وړاندې کولی شي.

همداشان ولسمشر به د ملي امنیت سیاست جوړوي  او لازم  تدابیر به نیسي. 

په اساسي قانون کې تعدیل  ولسمشر ته  د بیړني حالت د اعلانولو  پوره صلاحیت ورکوي.

د ولسمشر لخوا د بیړني حالت د اعلانیدو  پریکړه به په یو ورځ کې په رسمي جریده کې د خپریدو نه وروسته  د تایید په خاطر  ملي شورا ته وړاندې کیږي.

په اساسي قانون کې د تعدیل له مخې  په ترکیه کې  ولسي جرګې غړیتوب  ته د نوماندۍ  یا ټاکنې عمر  ۱۸ کلونو ته  راټیټیږي.  

همداشان  د ترکیې د ملي شورا د غړیو شمیره  د ۵۵۰ تنو نه  ۶۰۰ تنو ته  لوړیږی.

په اساسي قانون کې د نوي تعدیل له مخې  په ترکیه کې عسکري محکمې لغوه کیږي.

تمه کیږي چې  د اساسي قانون  د تعدیل په موخه  د ملي شورا  د اساسي قانون  د کمیسیون لخوا منل شوې  د قانون مسوده  ، په نوي کال کې  د تصویب په خاطر  عمومي  مجلس ته  وړاندې شي.



اړوند خبرونه