د روسي سفير د وژنې پړه يوې جهادي ډلې پر غاړه واخيستله.
په سوريه كې يوې جهادي ډلې په انټرنېټ كې د يوې ليك په خپرولو سره ادعا كړې ده چې په انقره كې د روسيې سفير د دوى د غړي لخوا وژل شوى دى.
635148
په سوريه كې يوې جهادي ډلې په انټرنېټ كې د يوې ليك په خپرولو سره ادعا كړې ده چې په انقره كې د روسيې سفير د دوى د غړي لخوا وژل شوى دى.
د جبهات فتح الشام په نامه دا ډله چې پخوا يې نوم `النصره المقدمه` وو ادعا كړې ده چې د سفير قاتل د دوى غړى وو.
تر اوسه پورې دا ادعا د خپلواكو بنسټونو لخوا تاييد شوې نه ده.
د بله پلوه تركي پوليسو د روسي سفير د قتل په تور پراخه عمليات هم پيل كړي دي چې تر اوسه پورې ۷ تنه نيول شوي دي.
د تركيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د خپل امريكايي سيال جان كيري سره د ټيلفون تماس په ترڅ كې څرګنده كړه چې ددې ترهګري بريد تر شا د فتح الله ګولن ترهګره ډله ده.