د ان بي سي تلویزیون پر خلاف غبرګونونه دوام لري
د امریکا د ان بي سي تلویزیون پر خلاف چې د کودتا په شپه يي د ولسمشر اردوغان په اړه یو زیات شمیر ناسم او بې بڼسټه خبرونه خپاره کړي ول سخت غبرګونه دوام لري
د امریکا متحده ایالتونو د ان بي سي تلویزیون پر خلاف چې د جولای په ۱۵ مه په ترکیه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت لخوا د کودتا د ناکامې هڅې په شپه ( اردوغان د جرمني نه د پناه غوښتنه وکړه او د اردوغان الوتکې د جرمني پر لورې حرکت ) په څیر ناسم ، بې بنسټه او درواغ خبرونه خپاره کړي ول سخت غبرګونونه دوام لري.
د همدې غبرګونونو په چوکاټ کې به د اګست په ۴ مه نیټه په نیویارک کې د ان بي سي تلویزیون مرکزي ودانۍ په مخکې د نوموړي تلویزیون پر خلاف مظاهره جوړه شي.
په امریکا کې د ناسمو خبرونو پر وړاندې د مبارزې ټولنې او نیوز بود د پاڼې موسس سیبل ایموندز د ان بي سي تلویزیون پر خلاف د ناسمو خبرونو د خپرولو له امله د نوموړي تلویزیون د چارواکیو نه هر څه ژر د رسمي بښنې غوښتو غوښتنه وکړه. هغه وویل که چیرې دا تلویزیون رسمي بښنه ونه غواړي ددوې پر خلاف به مظاهرې دوام وکړي.
هغه ویلي دي چې د ان بي سي تلویزیون په ترکیه کې د کودتا د ناکامې هڅې په شپه
( ولسمشر اردوغان د جرمني نه د پناه غوښتنه کړې او د اردوغان الوتکې د جرمني پر لورې حرکت وکړ ) په څیر ناسم ، بې بڼسټه ، بې مسولیته او درواغ خبرونه خپاره کړي دي.
په امریکا کې د ترکیې لوی سفیر هم یاد شوي تلویزیون ته د یو لیک په استولو سره د خپرو کړو ناسمو او درواغ خبرونو له امله د ترکیې د ملت نه د بښنې غوښتو بلنه ورکړې وه.
نوموړي تلویزیون دا لیک هم بې ځوابه پریښی. د بله پلوه په امریکا کې د ناسمو خبرونو پر وړاندې د مبارزې د ټولنې مشر ویلي دي « غواړو چې دا مسله په تاریخ کې ثبت شي ، د همدې امله ددې تلویزیوني کانال پر خلاف مظاهره کوو . » هغه په امریکا کې په میتشو ټولو ترکانو پدې مظاهره کې د ګډون غږ کړی دی او ویلي دي چې دا مسله به په جدي توګه وڅیړي.
د ترکیې سفارت د ان بي سي تلویزیون ته په استولي لیک کې ددوی دا دریځ او خپاره کړي خبرونه د ژونالیږم د قواعدو پر خلاف بللي وو. په لیک کې په نوموړي تلویزیون غږ شوی وو چې د کودتا په شپه يي د خپرو کړو ناسمو او بې مسولیته خبرونو له امله هر څه ژر د ترک ملت نه بښنه وغواړي.