د بروكسل يو بريدګر له تركيې شړل شوى ترهګرى دى.

ولسمشر رجب طيب اردوغان وويل چې د بروكسل د بريدونو د يو تن فاعل په اړه د بلجيم هېواد ته د خبرداريو سره سره نوموړى خوشى شوى دى.

457125
د بروكسل يو بريدګر له تركيې شړل شوى ترهګرى دى.



اردوغان چې پرون د رومانيا د ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه كې خبرې كولې وويل چې `` د بروكسل د بريدونو يو تن فاعل د ۲۰۱۵م كال د جون په مياشت كې د تركيې د غازي انتب په ښار كې ونيول شو او بيا د تركيې له خاورې وشړل شو. پدې اړه د جولاى په ۱۴مه نېټه په انقره كې د بلجيم سفارت ته د خبرداري يو ليك هم وسپارل شو تر څو نوموړى شخص په خپل هېواد كې تعقيب كړي. بلجيميانو بريدګر خوشې كړ. د ترهګرۍ سره ددې شخص د اړيكو په مو د بلجيم هېواد ته د خبرداري سره سره ددې هېواد مقاماتو په دې برخه كې څېړنې ونكړلې. بريدګر مو د هغه د خوښې په اساس هالنډ ته وسپارلو او دې هېواد ته مو هم معلومات وركړل.``

اردوغان زياته كړه چې ``هغو هېوادونو چې په بروكسل كې د بريدونو نه وروسته خپل بيرغونه نيم وځړول، ولې د انقرې تر بريدونو وروسته ورته حساسيت ونه ښودلو. د دا ډول ترهګري بريدونو پر وړاندې د هېوادونو د دريځونو په اړه د څه ويلو صلاحيت نه لرم خو د ترهګرۍ پر وړاندې بايد ټول هېواد ګډ دريځ غوره كړي.

اردوغان وويل چې ترهګري، ترهګر او ترهګرو ډلو تعريف بايد له سره وشي.

دا په داسې حال كې ده چې د ولسمشر اردوغان د وينا نه وروسته د ترهګر بريدګر په د بلجيم مقاماتو هم څرګندونې وكړې. ددې هېواد د عدليې وزير خبري رسنيو ته وويل چې ترهګر ابراهيم البكراوي چې په تركيه كې نيول شوى وو د بلجيم هېواد ته نه بلكې د هالنډ هېواد ته لېږل شوى وو. نوموړى د ترهګرۍ پرته په بل جرم په زندان كې شپې سبا كړې وې او د ترهګري فعاليتونو په اړه مو معلومات نه درلودل.



اړوند خبرونه