د ايران پر ديني مشر خامنه ايي باندې د اردوغان سختې نيوكې

155290
د ايران پر ديني مشر خامنه ايي باندې د اردوغان سختې نيوكې

د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په استانبول كې يوې غونډې ته د وينا پرمهال په عراق او سوريه كې د مسلمانانو روان ناورين ته په اشارې سره وويل چې په سيمه كې د بهرنيو مداخلې حالات ترينګلي كړي دي.
اردوغان د ايران د ديني مشر علي خامنه ايي پر هغې وينا كلكه نيوكه وكړه چې ويلي يې ول `` يواځې بشار اسد د اسراييلو په وړاندې درېدلى دى.`` ولسمشر اردوغان وويل چې ``آيا داسې ديني مشري كيږي؟``
اردوغان د نوم د اخيستلو پرته خامنه ايي ته په خطاب كې داسې وويل چې `` يو ديني ليډر ته مو وويل چې په سوريه كې ۲۵۰ زره كسان ووژل شول ولې يې مخه نه نيسئ؟`` هغه په ځواب كې وايي چې د اسراييلو د ظلمونو په وړاندې يواځينى كس چې ولاړ دى هغه بشار اسد دى. اردوغان وويل چې ``زه نوموړي ته وايم چې كله چې اسراييلو په سوريې بريد كولو اسد يوه مرمۍ هم د اسراييلو خوا ته و نه توغوله خو خپل ۲۵۰ زره هېوادوال يې ووژل. ددې سره سره تاسې ورسره مرستې كوئ او ورته پېسې او وسلې لېږئ.``
ولسمشر اردوغان د لومړنۍ نړيوالې جګړې د سلمې كليزې په مناسبت وويل چې په منځني ختيځ كې اوسني حالات د لومړۍ نړيوالې جګړې محصول دى.د جګړې نه وروسته د سكايس – پيكاټ د تړون په اساس سرحدونه په جعلي ډول ويشل شوي دي. ددې امله په منځني ختيځ كې ناورين روان دى.
ادروغان وويل چې د `` منځني ختيځ`` اصطلاح د جغرافيوي موقعيت پر ځاى د نفتو د زېرمو د نقشې په توګه كارول كيږي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه