امرالله ایشلر: اسراییل په غزه کې عام وژنې کوي، نړۍ يي ننداره کوي

د هیواد مرستیال لومړي وزیر امرالله ایشلر په غزې د اسراییلو روانو بریدونو او بشري جنایتونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.

69784
امرالله ایشلر: اسراییل په غزه کې عام وژنې کوي، نړۍ يي ننداره کوي

د هیواد مرستیال لومړي وزیر امرالله ایشلر په غزې د اسراییلو روانو بریدونو او بشري جنایتونو په اړه مهمې څرګندونې وکړې.
ایشلر وویل چې اسراییل ۱۶ - ۱۷ ورځې کیږي چې په دوامداره توکه په غزې بریدونه کوي. په غزې په بریدونو کې د منع شوو وسلو نه کار اخلي.
په ډیره بې رحمانه ټوګه بې ګناه او معصوم ماشومان، ښځې، ملکي وګړي او محسن کسان په خپلو کورونو کې، د روژه ماتي او پیشلمي په دسترخوانونو د توغندیو او بمونو سره وژني. کورونه يي ویجاړوي.
کله چې موږ د غزې مسلې ته وګورو نو یواځې ترکیه ده چې د ظالم پر خلاف غږ پورته کوي. ایشلر وویل ملګرو ملتونو سازمان او د امنیت شورا په غزې په روانو بریدونو سترګې ړندې کړي او غوږونه يي کاڼه کړي دي.
همداشان نورو لویدیځو هیوادونو هم پدې ظلم او عام وژنو سترګې ړندې کړي او غوږونه يي کاڼه کړي دي . خو د خواشینۍ ځای خو دا دی چې اسلامي هیوادونه هم په غزې د روانو ظلمونو او عام وژنو په اړه چپه خوله ناست دي. دې مسلې موږ ټول ډیر خواشیني کړي یو.
ایشلر زیاته کړه موږ د فلسطین پر وړاندې تاریخي مسولیت لرو. زموږ ترک ملت یو عادت لري چې تل د مظلوم، بې چاره او بې کسو تر څنګ ودریږي او ملاتړ ترینه کوي. د ظالم پر خلاف غږ پورته کوي.
موږ تل د مظلوم، حق ، عدالت او درستوالي پلوي کړې ده او ددینه وروسته به يي هم وکړو.
که څوک خوشحالیږي او که خفه کیږي دا زموږ سیاست او دریځ دی. خپل دې سیاست ته به دوام ورکړو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه