د السلوادور ولسمشر : ترکیې ډیره زیاته ترقي‌ کړې او په نږدې راتلوونکې کې به د نړۍ په مهم طاقت بدل شي

د السلوادور  ولسمشر نجیب بقیله  چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی وویل ، ترکیې ډیره زیاته ترقي‌ کړې ده او نړۍ لپاره به په یو ډیر مهم موقف کې ځای ونیسي.

1766038

هغه وویل مونږ غواړو چې د ترکیې د ترقۍ  په یوې برخې بدل شو.

د السلوادور ولسمشر نجیب بقیله تیره ورخ د رسمي‌ سفر په ترڅ‌ کې انقرې ته راغی.

ولسمشر اردوغان د میلمه ولسمشر نه د ځانګړو مراسمو په ترڅ‌ کې هر کلی وو.

وروسته دواړو ولسمشرانو دوه په دوه  لیدنه وکړه او د هیئتاتو ترمنځه په لیدنه کې ګډون وکړ.

همداشان د دواړو هیوادونو ترمنځه ځیني‌ تړونونه لاسلیک شول.

د تړنونو د لاسلیک د مراسمو نه وروسته دواړو مشرانو خبري‌ غونډه کې برخه واخیسته.

د السلوادور ولسمشر نجیب بقیله خبري‌‌ غونډې ته وویل چې " ترکیه زمونږ لپاره یو ډیر مهم هیواد دی او دلته مو ډیر مهم پوتانشیل ولید.

ترکیه په ډیره چټکه توګه ترقي‌ کوي. دا مونږ ټول وینو. دم ګړۍ هم یو قوي‌ هیواد دی  خو په راتلوونکې کې به د نړۍ په یو ډیر مهم طاقت بدل شي. مونږ غواړو چې د ترکیې تر څنګ ځای ونیسو. ځګه چې مونږ هم غواړو چې ددې ترقۍ یوه پارچه وګرځو. مونږ هم غواړو چې  د ترکیې سره پدې لاره کې ملګرتیا وکړو.

هغه وویل چې  د ننۍ ترکیې او شل کاله مخکې ترکیې ترمنځه ډیر جدي‌ توپیر شتون لري. دا ټول د ولسمشر اردوغان د پياوړې او قوي‌ ادارې له برکته دي.

اړوند خبرونه