اوکراین او روسیې د ولسمشر اردوغان بلنې ته لبیک ووایه
اوکراین او روسیې د ولسمشر اردوغان لخوا دواړو هیوادونو ولسمشران ترکیې ته د بلنې د وړاندیز نه تود هر کلی وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځه د روان کړکیچ د حل په خاطر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي ته ترکیې ته بلنه ورکړې ده چې دواړو خواوو ورته مثبت ځواب ورکړی دی.
د اوکراین د ولسمشر د دفتر د رئیس مرستیال میخای پودولیاک وویل چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي ترکیې ته بلل یو ډیر ښه او د قوي پوتانشیل خاوند فکر دی.
میخای پودولیاک د آر بي کا اوکراین سره په مرکه کې وویل چې " ولسمشر اردوغان د سیمې د وضعیت په اړه ډیر ښه اګاه دی.
اردوغان د اوکراین او روسیې د خلکو په انګیزې او سلیقو تر ټولو ښه پوهیږي. پرته له شکه چې دا یو ډیر ښه او پر ځای وړاندیز دی"
د بله پلوه د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف هم ویلي دي چې د ولسمشر اردوغان لخوا د روسيې او اوکراین د ستونزې د حل په موخه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي ترکیې ته د بلنې ورکولو د وړاندیز نه تود هر کلی کوو او یو ډیر نیک اقدام دی.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځه د موجودې ستونزې د حل په خاطر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او دواړو ته يي ترکیې ته بلنه ورکړه. ولسمشر اردوغان دواړو ته وویل که چیرې وغواړي ترکیه ددوې ترمنځه منګړتوب ته چمتو ده. ترکیه د روسیې او اوکراین ترمنځه د روان تاوتریخوالي د کچې د راټیټولو او ستونزو د حل په خاطر هر ډول رول لوبولو ته اماده دی. ترکیه دا کار هم د روسیې او اوکراین د ښه دوست او هم د ناټو د یو مهم غړي هیواد په توګه ترسره کوي.
اړوند خبرونه

د ترکیې امنیتي ځواکونو په سوریه کې د ۷ تنو ترهګرو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ.
ترکیې دفاع وزارت : ترکیې اتل وسله وال پوځ د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

د ترکیې ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د ترکیې ملي امنیت شورا په سوریه کې د نوو پوځي عملیاتو د ترسره کولو پریکړه وکړه