ترکیې وسله وال پوځ په سوریه کې د لمنځه وړو ترهګرو شمیره اعلان کړه
د ترکیې وسله وال پوځ په سوریه کې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په شلمه نیټه د پيل کړو زیتون څانګې پوځي عملیاتو نه راپدیخوا د وژل شوو ترهګرو شمیره اعلان کړه.

د ترکیې وسله وال پوځ په سوریه کې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په شلمه نیټه د پيل کړو زیتون څانګې پوځي عملیاتو نه راپدیخوا د وژل شوو ترهګرو شمیره اعلان کړه.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان به خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې وسله وال پوځ د هیواد سویلي پولو نه پورې غاړې ته د جوړیدونکې ترهګریز دهلیز د لمنځه وړو په موخه د پي کاکا، وای پي جي ، پي وای ډي او داعش په څیر د ترهګرو سازمانونو پر خلاف د پیل کړو زیتون څانګې پوځي عملیاتو په نتیجه کې د لومړۍ ورځې نه تر ننه پورې جمعآ ۶۳۷۰ تنه ترهګر له منځه وړي او د سیمې خلک يي ددوې د ظلم نه ژغورلي دي.
د ترکیې وسله وال پوځ د نړۍوالو حقوقو پر بڼسټ د خپل مشروع مدافع حق په چوکاټ کې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۲۰ مه نيټه پیل کړو عملیاتو په نتیجه کې ۶۳۷۰ تنه ترهګر له خپو غورځولي او ۱۸۵۹ کیلومتره سیمه يي د ترهګرو نه تصفیه کړې او د امن په سیمې بدله کړې ده .
همداشان سیمې د ترهګرو نه د تصفیه کیدو نه وروسته پدې سیمه کې په هراړخیزه توګه د ماینونو د پلټنې عملیات پیل شول چې پدې ډول د سیمې خلک د هر ډول ګواښونو نه وژغورل شول.
همداشان په سیمه کې د بیارغونې په برخه کې هم ډیر مهم ګامونه اوچت کړي دي.
اړوند خبرونه

د ترکیې امنیتي ځواکونو په سوریه کې د ۷ تنو ترهګرو د لمنځه وړو نه خبر ورکړ.
ترکیې دفاع وزارت : ترکیې اتل وسله وال پوځ د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

د ترکیې ملي امنیت شورا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ غونډه وکړه.
د ترکیې ملي امنیت شورا په سوریه کې د نوو پوځي عملیاتو د ترسره کولو پریکړه وکړه