په بادغیس ولایت کې د تیرې ورځې په زلزله کې د رامنځته شوو ځاني زیانونو په اړه د ترکیې د خواخوږۍ پیغام

ترکیې د افغانستان په لویدیځ کې د بادغیس په ولایت کې د تیرې ورځې زلزلې په اړه د خواخوږۍ پيغام خپور کړ.

1764267

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي پیغام کې راغلي دي چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د افغانستان په لویديځ کې د بادغیس په ولایت کې د رامنځتته شوې  زلزلې په  نتیجه کې ګن شمیر کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو او د یو زیات شمیر کورونو ته د زیان اوښتو خبر ترلاسه کړ.

ترکیه ددې زلزلې قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوي،  کورنیو او دوست او ورور هیواد  افغانستان ټول ملت ته  د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي او  ټپیانو ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوي.

ترکیه د تل په څیر د دوست او ورور هیواد افغانستان سره هر ډول بشري مرستو چمتو دی. "

اړوند خبرونه