په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۴۱۰۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۶۴ زره او ۴۲۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۵۴۱۰۰ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۸۸۹۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۹ میلیونه ۲۳۰ زره او ۱۸۸ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۷ میلیونه ۲۵۳ زره او ۲۶۳ تنو ته د کرونا ویروس لومړنی ډوز واکسین ، ۵۲ میلیونه ۱۲۶ زره او ۲ تنو ته لومړی او دویم ډوز او ۲۳ میلیونه ۳۷۴ زره او ۳۴۹ تنو ته لومړی ، دویم او دریم ډوز واکسین تزریق شوي دي.
اړوند خبرونه
د ترکیې ملي استخباراتو پي کاکا ترهګري سازمان ته یو ستر ګوزار ورکړ
د ترکیې ملي استخباراتو د پي کاکا ترهګري سازمان یو بل مهم مشر له منځه یوړ